خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

د پکتیکا د مرکز په ګډون په ۱۵ ولسواليو کې د ۷۴۷ سيمه‌ييزو ټولګيو بيا پيلېدل

د پکتیکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د پکتيکا په مرکز ښارنه او ۱۵ نورو ولسواليو کې ۷۴۷ سيمه ييزو ټولګي بېرته د ماشومانو پر مخ پرانېستل شوي دي‌.

د حاما خبري اژانس دا راپور له مخې؛ دغه سيمه‌ييز ټولګي نن سه شنبه د ( کب ۲۴مه) د سويډن کميټې او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( يونيسف) له لوري، په هغو لېرې او پرتو سيمو کې چې ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري جوړ شوي دي‌

د پکتیکا ولایت چارواکو ويلي، چې ياد ټولګي د سړې هوا له قبله د ماشومانو پر مخ تړل شوي وو، خو د سيمې خلک واي چې دا ټولګي پر ښځو د کار د بنديز له امله تړل شوي وو.

د پکتیکا اوسېدونکي له ا‌.ا.ا غواړي، چې د نوي کال په راتلو سره دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې بېرته خلاصې کړي.

پکتيکا د هېواد په سوېل ختيځ کې پروت ولايت دی، چې نه يوازې په لېرو پرتو سيمو کې د نجونو لپاره ښوونځي شتون نه لري، بلکې هلکان هم په کافي اندازه له زده‌کړو څخه بې برخه دي.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس

Input your search keywords and press Enter.