خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

که نړۍواله ټولنه په افغانستان کې مرسته ډېره، نه کړي، افغانان به د لوږې له ډېرېدو سره مخ شي

که نړۍواله ټولنه په افغانستان کې مرسته ډېره
نه کړي، افغانان به د لوږې له ډېرېدو سره مخ شي

ملګروملتونو خبرداری ورکړی، چې که چېرې نړۍواله ټولنه په روان ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې بېړنۍ مرسته ډېره نه کړي، ښيي دغه هېواد کې لوی اقتصادي ناورين رامنځته کړي.

د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ نن سه شنبه د (وري۱۵مه) ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې د بېړنۍ مرستې د غوښتلو خبره کوي، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې نړۍوالې ټولنې په افغانستان کې له بېړنيو مالي مرستو څخه يوازې پينځه سلنه مرسته کړې.

د ملګرې‌ملتونه د بشري مرستو د همغږې ادارې، په افغانستان کې د ا.ا.ا له بيا واکنېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي واضعيت ته په کتو، د خپل کلني پلان له مخې څه باندې د څلورو ميليارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې، چې په وينا یې له دې بوديجي څخه يوازې پينځه سلنه پيسې ورکړل شوې دي.

په ورته وخت کې بيا د ژغورنې نړۍوالې کميټې هم ويلي، چې د افغانستان لپاره د بريټانيا بشري مرستې هم کمې شوې، چې دا به په هېواد کې بشري کړکېچ له هم ستونزمن کړي.

په افغانستان کې د بشري مرستو د کمښت په خاطر د ملګرو ملتونو دفتر په داسې حال کې خپله اندېښنه څرګنده وي، چې دغه دفتر په ۲۰۲۳ کال کې د ۲۸ ميليونه اړمنو افغانانو له ډلې، ۲۳ ميليونه خلکو سره د مرستې لپاره د ۴.۶ ميليارده ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه.

حميده وزيري
حاما خبري اژانس

Input your search keywords and press Enter.