محکمې ته د حاضرېدو لپاره د ټرامپ چمتووالی
د امريکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرامپ د جنايي جرمونو د سپيناوي په موخه، نیویارک ته رسېدلی، چې د محکمې لپاره چمتوالی ونيسي او ځان محکمه کړي.
د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ ويل کېږي چې نن سه شنبه د (وري۱۵مه) به د ټرمپ د محاکمې لپاره ناسته پيل شي، چې پر هغه به له لګېدلو تورونو څخه پرده پورته شي.
ټرمپ لومړی ولسمشر دی، چې په امريکا کې له جنايي تورونو سره مخېږي، خو نوموړی بيا دا ترونه بې بنسټه بولي او پر خپله ټويټر پاڼه یې ليکلی، چې که دوی یې و مني يا یې و نه مني، خو امريکا بايد ډول نه وای.
ويل کېږي چې ټرامپ په خپله ځانګړې الوتکه کې، نيويارک ته تللی او هلته له خپلو قانوني سلاکارانو سره سلامشورې وکړي.
بلخوا بيا امريکايي رسنيو ويلي، چې ټرامپ به د سوداګريزو راجسټرونو د جعلکارۍ له يوې سرغړونې سره خامخه مخکېږي او په وينا یې چې پر ټرامپ د لګول شويو تورونو په نوملړ کې شاوخوا ۳۰ تورونه را غونډ شوي.
په پام کې ده چې د امریکا دغه پخوانی ولسمشر به د مالي ضمانت په بدل کې خوشی شي او د سه شنبې په په ماښام به فلوريډا کې خپل استوګنځي ته ستون شي او هلته به د يوې وينا لپاره چمتووالی ونيسي.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس