د حاما خبري اژانس : دجنوبي کوريا د دفاع وزارت د اپرېل په ١٤مه نېټه اعلان وکړ، چې د امريکا، جاپان او جنوبي کوريا سمندري ځواکونه به د شمالي کوريا د ذروي او اټومي وسلو سره د مقابلې د وړتيا د لوړولو په موخه د اوبتل ضد دوه ورځني تمرينات ترسره کړي.
دغه تمرينات به په سوېلي کوريا کې د ججو ټاپو ته نېږدې په نړۍ والو اوبو کې تر سره شي.
په دې تمریناتو کې به د USS Nimitz په مشرۍ د امریکا د جنګي بېړیو یوه ډله، چې تېره اوونۍ د دغه هېواد په سوېل ختیځ کې د بوسان ښار ته داخله شوې، برخه اخلي.
دا درې اړخیز تمرینونه په داسې حال کې کیږي چې شمالي کوریا تیره اونۍ نوي، کوچني اټومي سرګلولې نندارې ته وړاندې کړې.
پیونګ یانګ وايي چې د اټومي وسلو د جوړولو او د خپلو وسلو د پراخولو لپاره د نورو اټومي موادو د تولید پلان هم لري.
شمالي کوریا د اوبتل د برید کولو د بې پیلوټه الوتکې د جوړولو خبر هم ورکړی.
د سویلي کوریا د دفاع وزارت وویل: “د دې اونۍ تمرین به د شمالي کوریا د اوبتلونو د کشف، تعقیب او ویجاړولو وړتیا ته د وده ورکولو لپاره د اوبتل ضد جنګی حرکت لپاره وکاروي.”
دغه درې واړو هېوادونو د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کې د شمالي کوریا د اوبتلونو د ګواښ سره د مقابلې لپاره خپل وروستی ورته تمرین ترسره کړ.
په همدې حال کې د امریکا تحقیقاتي ویب پاڼې “38 شمالي” راپور ورکړی چې “د سپوږمکۍ عکسونه د شمالي کوریا په مهمو اټومي تاسیساتو کې د لوړې کچې فعالیت ښیي.”
د دغه راپور له مخې، د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه وروسته له هغې زیات شول، چې مشر یې د هېواد د اټومي وسلو د پراخولو لپاره د بم د سولو موادو د تولید د زیاتوالي امر وکړ.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس