يوناما د ا.ا له خوا د نرګس سادات په خوشې کېدو خوښې څرګنده کړې ده
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر( يوناما) د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات پر خوشې کېدو خپله خوښي ښودلې او له ا.ا یې د نورو مدني فعالان، خبريالانو او استادانو د خوشي کېدو غوښتنه هم کړې.
د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ يوناما پرون دوشنبه د (وري۲۱) پر خپله ټويټر پاڼه د نرګس سادات د خوشي کېدو د راپور هر کلی کړی او زياته کړې یې ده، چې له هم په افغانستان کې د د مدني ټولنې د فعالانو د خپل سرو د نيول کېدو په اړه انديښنه لري او زياتوي چې له نيول شويو کسانو سره په مياشتو هم اړيکه نه شي نیولای.
د يوناما تر ټوټيت مخکې د نرګس سادات خاوند امريکا غږ ته ویلي و، چې مېرمن یې د ا.ا له بنده خوشې شوې ده خو په دې اړه یې نور څه نه دي ويلي.
نرګس سادات د « افغانستان د مقتدرو اصلي ښځو غورځنګ» مشره وه چې د ا.ا له لوري د نجونو او ښځو پر زدهکړو او کار د بنديز پر ضد یې مبارزه کوله. نوموړې دوې مياشتې مخکې د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند کارته چهار سيمه کې د ا.ا له لوري ونيول شوه.
بل خوا بيا د افغان فرانسوي خبريال مرتضی بهبودي مېرمن؛ الکساندرا مستواجا له ا.ا د خپل خاوند د خوشي کېدو غوښتنه کړې او ويلي یې دي چې د روژې په خاطر دې مېړه له بنده خلاص کړي.
مرتضی بهبودي چې يو افغان الاصله فرانسوی خبريال و، په داسې حال کې د ا.ا له لوري نيول کېږي، چې غوښتل یې د بهرنيو چارو له وزارت څخه مطبوعاتي اعتبار ليک تر لاسه کړي.
ا.ا په افغانستان کې له بيا واکمنېدو وروسته په تېرو شاوخوا شلو مياشتو کې ګڼ شمېر مدني فعالان، د پوهنتون استادان او نور هغه کسان چې د ا.ا پر فعاليتونو یې نيوکې کولې نيولي او بنديان کړي دي.
بلخوا بيا د ټولنيزو رسنيو ځينې کارکوونکي ادعا کوي، چې ا.ا نيول شوي کسان په زندان کې شکنجه کوي. دوی په ټولنيزو رسنيو کې د هغو افرادو دخوشې کېدو په پار يو کمپاين پيل کړی او له خلکو یې غوښتي چې په دې کمپاين کې ورسره برخه واخلي.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس
