خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

داسلامي امارت دحکومت له تسلط وروسته دلومړي ځل لپاره د« ارزانه بازار» په نوم ستر نندارتون ترسره شو.

داسلامي امارت دحکومت له تسلط وروسته دلومړي ځل لپاره د« ارزانه بازار» په نوم ستر نندارتون ترسره شو.

د کابل ښار په تيمور شاهي پارک کې د لومړي ځل لپاره د ارزان بازار تر نامه لاندې د کورنيو توليداتو لس ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ نن چهارشنبه د ( وري ۲۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د کابل ښاروالۍ، د ښځو د صنعت او سوداګرۍ خونې، د صنعت او کانونو خونې رياست په همکارۍ په تيمور شاهي تاريخي پارک کې د کوچني اختر په مناسبت د ارزان بازار په نوم د کورنيو تولیداتو لس ورځنۍ نندارتون جوړ شو.

د نندارتون مسوولين وايي چې له یاد نندارتون څخه یې موخه دا ده څو هېوادوال وکولای شي په کمه بيه د اختر توکي په ارام ډول واخلي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ له یاد نندارتون څخه هرکلی وکړ او افغان سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ، چې له دوی څخه به ملاتړ کوي، څو دوی وکولای شي د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره دا ډول برنامې نورې هم پراخې کړي.

خو يُسرا چې يوه ښځينه سوداګره ده او په دغه نندارتون کې یې خپل کورني توليدات بازار ته وړاندې کړي و، شکایت لري چې پر دوی محدوديت وضعه شوی او نارینوو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د ښځينوو نندارتون ته ورشي او له دوی څخه توکي واخلي.

نوموړې زياتوي: ما د کوچني اختر لپاره تر پنځوس زرو افغانيو پورې پانګونه کړې او په دې کې به لوی تاوان ما ته ورسېږي، ځکه چې نارینو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دې ځایه لیدنه وکړي او ښځې بيا دومره وس نه لري چې پیر وکړي.

خو د کابل ښار ځينې نور ګډونوال بيا له دغه نندارتون څخه خوښ دي او زياتوي چې دوی کولای شي، دلته په مناسب بيه او له کومې ستونزې پرته توکي واخلي.

په ياد نندارتون کې له درې‌سوه غرفو څخه په ۲۶۰ فرغو کې سوداګرو خپل کورني ټوکي بازار ته وړاندې کړي وو، چې په دوو برخو د ښځينه او نريناوو غرفو باندې وېشل شوې وې.

حميده وزيري
حاما خبري اژانس

Input your search keywords and press Enter.