د دوحې په غونډه کې د ا.ا.ا د پېژندلو په تړاو د افغان مېرمنو او مدني فعالانو اندېښنې
د مدني فعالانو بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو، ملګرو ملتونو او د دوحې په غونډه کې، ګډونوالو ته په يوه پرانيستي ليک ويلي، چې د ا.ا.ا له پېژندلو څخه ډاډه وکړي.
د حاما خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د دوحې غونډه نن دوشنبه د (غويي۱۱مه) د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د ملګروملتونو په کوربه توب د ۲۵ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د بندو دروازو تر شا جوړه شي او سبا سه شنبه به هم دوام ولري.
د دې غونډې په تړاو د افغانستان د مدني ټولنې او ښځو استازو، د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د ۲۵ هېوادونو استازو ته يو ليک استولی، دوی د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد څرګندونې غندلې او اندیښنه لري چې ملګري ملتونه يا د سازمان کوم غړی هېواد ا.ا.ا په رسميت و نه پېژني.
د مدني فعالانو بنسټونو او د ښځو اعتراضي خوځښتونو په داسې حال کې د امنه محمد څرګندونې غندلې، چې نوموړې وويل دغه سازمان د ا.ا د پېژندلو لپاره غونډه کوي.
دوی په دې غوسه دي او په لېږل شوي ليک کې یې ويلي، چې د دوحې د غونډې ګډونوال بايد د ا.ا.ا د مشرانو او چارواکو پر ضد د هغه نړيوالو بنديزونو د عملي کولو ډاډ ورکړي، چې په هغې کې د سفر بندیز او د شتمنيو کانګل کول دي.
مدني ټولنې او د ښځو خوځښتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د ټولو افغان اتباو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او ښځو بشري حقونو ته درناوی ولري او د دوی د خونديتوب ډاډ ورکړي.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس