د مې ۸مه د سره صليب او سرې مياشتې نړيواله ورځ
د مې اتمه د سره صلیب يا سرې میاشتې ټولنې، چې د نړیوال خوځښت له ورځې او د سویسي دونانت هانري له زېږون ورځې سره سمون لري، په ۱۸۶۴م کال کې، د سويسي جين هانري ډونانټ پر هڅو منځ ته راغله.
د حاما خبري اژانس د راپور له؛ نن دوشنبه د (غويي۱۸مه) د سره صليب او سرې مياشتې نړيواله ورځ ده. چې د ډونانټ هانري له لوري یې بنسټ کېښودل شو. دونانت هانري چې يو سويسي سوداګر او ټولنيز فعال و، په ۱۸۵۹ م کال کې په ایټالیا کې د سولفرینو له جګړې وروسته، د پېښو شاهد و، نوموړي خپل ټول ليدلی حال په خپله یادداښت کتابچه کې ثبت کړ. دې کتاب د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پیل ته الهام ورکړ. چې له امله یې د جینوا کنوانسیون په 1864 کې د ډونان د مفکورې پر بنسټ جوړ شو.
د سره صليب د لمانځنې مفکوره د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د سره صليب په 14م نړيوال کنفرانس کې د يوه نړيوال کميسيون له خوا مطالعه شوه او په 1934 کال کې د سره صليب په 15م نړيوال کنفرانس کې چې په توکيو کې جوړ شوی و، تصويب شوه. په 1991 کې، د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون نوم بدل شو. د ۱۹۴۸ کال د مې پر اتمه د سره صلیب نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره ولمانځل شوه. په 1984 کې، د دې ورځې رسمي سرلیک “د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوالې ورځې” ته بدل شو.
په لومړي سر کې د سرې مياشتې ټولنې يوازې په جګړو کې له قربانيانو سره مرسته کوله، چې وروسته وروسته یې په نورو برخو کې، لکه لومړنۍ مرستې،د پیښو مخنیوی،د څښاک له اوبو څخه ساتنه د نرسانو او قابله ګانو تدریس،د زیږون روغتونونو او د ماشومانو د هوساینې مرکزونو ساتنه، د روغتونونو د مرکزونو جوړول او د وینې بانکونو جوړول په برخو کې هم خپل فعاليتونه پيل کړل.
په افغانستان کې د سره صلیب فعالیت په ۱۹۲۹ کال کې د یو شمېر ځوانانو او خلکو په ګډون پیل شو. دغه سازمان په وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د معاصرو جګړو پر مهال ډېر فعال و.
دغه سازمان په تېرو دېرشو کلونو کې جګړو او تاوتریخوالي قربانيانو ته ډېر خدمتونه وړاندې کړې دي.
خو د دغې ټولنې فعاليتونه د امنيت د خرابوالي له امله ډېر کم شول. خو له دې ټولو ستونزو سره سره یې بيا هم خپلو فعاليتونو ته یې په افغانستان کې دوام ور کړ.
د سرې مياشتې او سره صليب ټولنه نه يوازې دا چې د قربانیانو او تاوتريخوالي له امله له زيانمن شويو کسانو سره مرسته کوي، بلکې له سوځول شويو او د زړه سوري شويو ناروغانو د درملنې لپاره هم هڅه کوي.
د سره صلیب فعالیتونه د ځمکې، قومیت، رنګ او نژاد پورې محدود نه دي. بلکې دا اداره هڅه کوي چې په ټولو قضیو کې په مساوي توګه له ټولو خلکو سره مرسته وکړي. له همدې امله، د دې ادارې پالیسي له سیاست سره نه بلکې یوه غیر دولتي اداره ګڼل کیږي.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس