ننګرهار کې د سیمه ییز روغتون ډاکتران په دغه ولایت کې په سوء تغذیې خوراځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتیدو خبر ورکوي.
په یاد روغتون کي د شدیدو خوارځواکو ماشومانو د داخلي بستر مسوول ډاکټر سکندر وایي، چې په دې وروستیو کې د خوارځواکه ماشومانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.
د حاما خبری اژانس: نوموړی د خوار ځواکو ماشومانو د زیاتیدو عمده لاملونه غربت، د عامه پوهاوي نشتون، د ماشومانو ترمنځ د ولادتونو فاصلې نه مراعتول او د مېندو لخوا ماشومانو ته تر کمې مودې د شېدو ورکول په ګوته کوي.
ډاکټر سکندر زیاتوي: «ننګرهار کې د خوار ځواکه ماشومانو شمیر تر پخوا څو چنده زیات شوی او لامل یې په دې وروستیو کې په لویه کچه د خلکو بې روزګاري او له همدې امله فقر، بې وزلي، له وخت مخکې د ماشومانو زیږیدل، د مور له خوا پوره وخت ماشوم ته شیدې نه ورکول او دغه راز په ځینو سیمو کې په سم ډول روغتیایي اسانتیاوو نشتون یې عمده لاملونه دي.»
نوموړی که څه د خوار ځواکه ماشومانو دقیق شمیر ارقام په لاس نه لري خو وایي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د سلګونو ماشومانو درملنه کړې، خو په خبره یې چې ځینو شدیدو خوارځواکه ماشومانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د سیمه ییز روغتون د سوء تغذیې د برخې یوې ډاکټرې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چي د لوږي پر وړاندې د مبارزې کلینیک ته د ننګرهار تر څنګ د کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه هم په خوار ځواکۍ اخته ماشومان راوړل کېږي، چي په وینا یې په کلینیک کي هره ورځ هغو مېرمنو ته چي د خپلو ماشومانو سره پایوزانې وي د سوء تغذي د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.
نوموړې وایي، د پیدایښت وروسته زیات شمېر مېندې خپل ماشومان سم نه تغذیه کوي چې له امله یې ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته کیږي.
هغه زیاتوي: «د ننګرهار سیمه ییز روغتون د خوار ځواکه ماشومان کلینیک ته نه یوازې د ننګرهار بلکې د ختیځو ولایتونو څخه هم پر خوارځواکۍ اخته ماشومان را وړل کیږي او دلته خدمات په هغه ډول نه دي څنګه چې لازمه ده، کوم پیوازان چې دلته راځي مونږ ورته د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی ورکوو او دوی ته سپارښتنه کوو چې خپل ماشومان مو په سم ډول وروزئ.»
نوموړې دغه راز میندو ته سپارښتنه کوي، چي هر ماشوم ته باید تر ۲ کلنۍ پورې د مور شیدې ورکړل شي ځکه په خبره یې په خوارځواکۍ زیاتره تر ۵ کلنۍ کم عمره ماشومان اخته کېږي؛ چي علت یې د مېندو د ځان او ماشوم حفظ الصحې ته نه پاملرنه ، د ماشومانو تر منځ د زېږون د واټن نه مراعت او په د عامه پوهاوي نشتوالی دی.
په ورته مهال هغه میندې چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي وایي، چې زیاتره کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نشي کولای چې خپلو اولادونو ته څه ډول چې لازمه ده په پوره ډول خواړه ور ورسوي او یا یې په سم ډول پالنه وکړي.
د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکې زینب چې دوه کلن زوی یې په خوارځواکۍ اخته شوی وایي، په دې وروستیو کې یې کورنۍ له دومره فقر او بې وزلۍ سره مخ شوې چې آن ډیره کله یې په مړه ګیډه ډوډۍ نه ده خوړلې.
نوموړې زیاتوي، د هغې په ګډون لاهم په لېرې پرتو ولسوالیو کې میندې د خوارځواکۍ او نورو هغه ناروغیو په اړه معلومات نه لري چې له کبله یې ماشومان د مرګ تر کندې رسیږي.
زینب وویل: «زما شپږ اولادونه دي دوه لوڼې او څلور زامن دي، خاوند مې ښوونکی و خو اوس یې دنده پریښې او مزدوري کوي اقتصادي ستونزې زیاتې دي؛ ډیر کم وخت راغلی چې زمونږ کورنۍ دې په مړه ګیډه ډوډۍ خوړلې وي او زما دا دوه کلن زوی چې په بدن کمزوری شو نو مونږ نه پوهیدو چې ولې داسې شوی چې کله مو دلته راوسته نو ډاکټرانو ویل چې دا ماشوم مو خوارځواکه شوی.»
بل لورته د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر محمد رحيم قلندرزی هم په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ ناروغۍ د اخته ماشومانو زیاتیدل تاییدوي او وایي، چې په همدې موخه یې تازه د دغه ولایت په سیمه ییز روغتون کې پر شدیدې خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې یو مرکز پرانیستی دی.
د هغه په خبره دا مرکز د ختیځ زون په کچه د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یونیسف ادارې له لوري په دې موخه جوړ شوی څو پکې د سختو خوارځواکه ماشومانو درملنه په سم ډول ترسره شي.
د نوموړي په خبره په دې مرکز کې به د هغو ماشومانو درملنه کېږي چې په لومړنیو درملو یې درملنه نه وي شوي.
قلندرزی زیاتوي: «په ننګرهار کې د خوارځواکه ماشومان شمیر لکه د هیواد د نورو ولایتونو په څیر دلته هم زیات شوی او د دې علت باندې ټول پوهیږي چې لامل یې د خلکو اقتصادي ستونزې دي، مخکې مونږ په سیمه ییز روغتون کې ۱۲ بستره د خوارځواکه ماشومانو لپاره درلودل چې اوس مو د نوي مرکز په پرانیستل کیدو سره دا شمیره ۳۰ لوړ کړ او په دې کې به شدید خوارځواکه ماشومان تداوي کیږي.»
نوموړی دغه راز وایي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتيا نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال پروګرام په مرسته په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه د غني شوو شيدو او ويټامين لرونکي بیسکېټو د وېش پروګرام پېل کړى دى.
د خوار ځواکو ماشومانو د شمیر په لوړولو کي کمزری اقتصاد او فقر داسې مهال یو عمده لامل ګڼل کیږي، چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته په لویه کچه خلک بې روزګاره شوي او تر بل هر وخت ډیری ولسي وګړي د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په افغانستان کې پر خوارځواکۍ ناروغۍ د اخته ماشومانو پر ډېروالي اندېښنه ښودلې ده.
یاده اداره وایي، چې له افغانستان سربیره په نړۍ کې د ماشومانو خوارځواکي د ناورین کچې ته نږدې شوې ده.