د افغانستان د فوټبال فدراسيون د اجرائيوي کميټې، د وروستۍ پرېکړې پر اساس، د کاري اصطلاحاتو د ښه والي په موخه، د افغانستان د فوټبال فدراسيون په ډيپارټمنټونو کې نوي تغيرات او ګومارنې ترسره کېږي.
حاجي محمد رحماني؛ اجرائيوي کميټې غړی، په موقت ډول د فوټسال د ډيپارټمنټ د سرپرست په توګه وټاکل شو.
سيدوداوود مرتضوي د فوټسال پخوانی مسوول د ساحلي ډيپارټمنټ د مسوول په ټوګه وټاکل شي.
احسان شېرزادي د ساحلي پخوانی مسوول د افغانستان د ساحلي فوټبال د ملي ټيم مربي ټاکل کېږي.
او دين محمد صافی به د فدراسيون د مشاور په توګه معرفي کېږي.
د افغانستان د فوټبال د فدراسيون رهبري هر يوه ته د ښه چانس غوښتنه کړې او هيله لري چې په هېواد کې فوټبال، ساحلي فوټبال او فوټسال ښه راتلونکی ولري.
شهرام جوانشير
حاما خبري اژانس
#Hama_News_خبرگزاریحاما