خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

سیګار: ولې افغان امنيتي ځواکونه له منځه لاړل

سيګار: د جمهوريت د ړنګېدو لوی لامل د غني په لاس د امنیتي ځواکونو د مشرانو بدلول ګڼي.

سيګار په خپل راپور کې، چې ولې امنيتي ځواکونه له منځه لاړل ليکلي، چې د هېواد د سقوط لوی لامل، د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له لوري، د امنيتي ځواکونو کمزورتيا وه.

په هغه راپور کې چې نن د سيګار د ادارې له خوا د روان کال د کب د میاشتې په نهمه نېټه خپور شو، له بېلابېلو لاملونو څخه لکه: د امریکا په برخه کې د سیاسي روڼتیا نشتوالی، وړو مسایلو ته د ولسمشر نه پاملرنه، پر بهرنیو ځواکونو تکیه، د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې تړون، د سیالۍ قوي لاملونه او نور ياد کړل.

د حاما خبري آژانس د راپور له مخې: د سیګار د ادارې په راپور کې راغلي، چې د غني او عبدالله عبدالله تر منځ د سياليو له امله د پښتنو او غیر پښتنو په ځانګړې توګه د تاجکو تر منځ رقابت لاپسې زیات شوی دی. د دغه راپور له مخې، دا سیالۍ شاید د افغانستان د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا له سترو لاملونو څخه وي.

خو د تېر افغان حکومت یو شمېر پخوانيو چارواکو ویلي، چې نور عوامل هم شته، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په کمزورتيا کې یې رول درلود. د افغانستان د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت د یوه چارواکي په وینا، د ځوانو او زړو افسرانو، جهادي او مسلکي کسانو او قومي ډلو ترمنځ سیالي ټوله د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د کمزورتيا له عواملو څخه دي.

سیګار د امریکا د پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا له لوري د سیاسي روڼتیا نشتوالی، یو له هغو عواملو څخه و، چې افغان پخواني امنیتي ځواکونه یې کمزوري کړل.

سیګار د امریکا د دغه پخواني پوځي چارواکي له قوله لیکلي چې « د خپلو موخو لپاره مو د سیاسي رونټيا نشتوالی د دې لامل شو، چې موږ تل په دې فکر وکړو، چې آیا راتلونکی کال به په افغانستان یو او که نه؟ “موږ په دې هم ډاډه نه وو چې برید وکړو، که شاته شوو يا په بله لار لاړ شو.”

بل لامل یې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې هوکړه وه، چې د سیګار څېړنې ښيي، چې د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې تړون هم د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړی و. د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د چارواکو په وینا، د دوحې تړون د حکومت د سقوط لپاره انګیزه برابره کړه.

د افغان امنیتي ځواکونو پخوانیو قوماندانانو سیګار ته ویلي، چې پر عامو افغان سرتېرو د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د شوې هوکړې رواني اغېزې دومره لویې وې، چې دوی یوازې ژوندي پاتې کېدل غوښتل. د دغو قوماندانانو له ډلې څخه یوه زياته کړه، چې د دوحې د تړون له لاسلیک سره افغان امنیتي ځواکونه دې پایلې ته رسېدلي وو، چې دوی د جګړې ګټونکي نه دي.

د سیګار د راپور له مخې، د امریکا او اسلامي امارت تر منځ د دوحې له هوکړې وروسته، د امریکا پوځ د شپې له خوا له افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د اسلامي امارت پر ضد هوايي بریدونه کم کړل. سیګار لیکلي چې په ۲۰۱۹ کال کې امریکا د اسلامي امارت پر ضد ۷۴۳۲ هوايي بریدونه کړي، خو په ۲۰۲۰ کال کې دا شمېر ۱۶۳۱ ته راټیټ شو. له دې جملې څخه ۵۰ سلنه بریدونه د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دوو میاشتو کې، د دوحې د تړون له لاسلیک مخکې ترسره شوي دي.

په دې راپور کې د سیګار له خوا په لسګونو نور بېلابېل لاملونه هم یاد شوي، چې ولې افغان امنیتي ځواکونو سقوط وکړ.

Input your search keywords and press Enter.