د اسټراليا يو پخوانی سرتېری په افغانستان کې د يوه بېګناه وګړي د وژلو په تور تورن شو
د اسټراليا فدرالي پولیسو ويلي، چې د دغه هېواد يو پخوانی سرتېری په افغانستان کې د يوه ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوی دی.
حاما خبري اژانس؛ د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې نن دوشنبه د ( کب ۲۹مه) ويلي، چې تمه ده دغه ۴۱ کلن اسټراليايي سرتېری د جنګي جرمنو د بېګناه وژنې په تور په عمري بند محکمه شي.
د دې پخواني اسټراليايي سرتېري د محکمې غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې يوې څېړنې ښودلې، چې د اسټراليا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې او بېګناه ملکي وګړي وژلي دي.
د دې راپور د کره والي په موخه، د اسټراليا د اردو ۱۹ پخواني او اوسني غړي د محکمې د شواهدو لپاره پلټنې کوي، تر څو مالومه کړي چې د محکمې لپاره کافي شواهد شته که نه.
اسټراليايي ځواکونه د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو يوه برخه وه، چې په افغانستان کې یې حضور درلود.
ټاکل شوې وه چې د جرمونو نړۍواله محکمه، د امريکايي پوځيانو پر ضد هم د جرمونو څېړنه وکړي، خو د امریکې حکومت له لوري د دې محکمې د څارنوالانو د سفر مخه نيول شوې ده.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس