خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

د مرستې رسونې په بهير کې به د ښځينه کارکوونکو حق نارینه ته ور نه کړل شي

د مرستې رسونې په بهير کې به د ښځينه کارکوونکو حق نارینه ته ور نه کړل شي

د مهاجرت نړۍواله اداره وايي، چې خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو شتون ضروري دی او حق نه ورکوو، چې د مرستو په بهير کې دې نارينه د ښځو پر ځای وګمارل شي.

د حاما خبري اژانس د راپور له مخې: نن شنبه
( وري ۱۹ مه) د مهاجرت د نړۍوالې ادارې رئیس انتونيو ويټورينو پنجشنبه ناوخته، د ا.ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو په ادارو کې پر ښځينه کارکوونکو بنديز وغانده او زياته یې کړه چې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو شتون حتمي دی او د دوی حق به ناريناوو ته ور نه کړي.

ويټورينو وويل، چې په افغانستان کې روان اقتصادي او بشري بحران ته په کتو د ا.ا.ا له لوري دغه کړنلاره به خلکو ته د اړينو حياتي مرستو د رسېدو مخه ونیسي.

په تېر دوو کالونو کې د ا.ا.ا له لوري پر افغان نجونو او مېرمنو محدوديتونه ډېر شوي، چې له امله یې دوی له خپلو حقونو څخه هم محرومې شوې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د ا.ا.ا را رسېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وټړل شوې او په ۲۰۲۲ کال کې د ډېسمبر په ۲۴ په پوهنتونونو او په غېر دولتي موسسوو کې پر نجونو او ښځو هم بنديز ولګول شو.

د ا.ا.ا له لوري د ملګرو ملتونو پر ښځينه کارکوونکو د تازه بنديز له پرېکړې وروسته يادې ادارې په افغانستان کې خپل ټول کارکوونکي د دوو ورځو لپاره رخصت کړي دي.

په ورته وخت کې بيا د ملګروملتونو وياند سټيفن په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، چې دا پرېکړه یې په ننګرهار ولایت کې د ا‌.ا.ا له لوري پر ښځينه کارکوونکو له بنديز وروسته کړې ده.

حميده وزيري
حاما خبري اژانس

Input your search keywords and press Enter.