په لغمان کې د کور د چت د نړېدو له امله اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ
د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د چت د غورځېدو له امله د دغې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ د لغمان ولايت د طبيعي پېښو د مبارزې مدير خير محمد غازي وايي، چې دا پیښه پرون جمعه د (وري۱۸مه) ماسپښين دوو بجو کې د دغه ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په قلعه ټک سيمه کې را منځته شوې ده.
غازي زياتوي، چې دغه کور د وروستۍ زلزلې او سختو بارانونو له امله ويجاړ شوی و او دا چت داسې مهال غورځېږي، چې د کورنۍ ټول غړي د غرمې په خوب ويده وو.
په ياده پېښه کې؛ مور او پلار سره له خپلو پينځو ماشومانو مړه شوي او يوه اته کلنه نجلۍ ټاپي شوېده. د ماشومانو جسدونو ته په کتو ښکاري چې ټول هلکان دي.
دا پېښه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د روانې مياشتې په پيل کې د لغمان ولايت په ګډون د هېواد ځينې نورې سيمې هم سختې زلزلې و لړزولوې، چې امله یې مرګ ژوبله هم را منځ ته شوه، خو وروستيو بارانونو بيا هغه کورنه له هم زيانمن کړل چې له خټو جوړ شوي وو.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس