په ننګرهار کې د پوليو د يوې مثبتې پېښې خبر ورکړل شوی
د ننګرهار ولايت روغتيايي سرچينې زياتوي،چې سږ کال د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د پوليو يوه مثبته پېښه ثبت شوه.
د حاما خبري اژانس د راپور له مخې؛ پرون شنبه د ( غويي ۲۳مه) د ننګرهار په پټي کوټ ولسوالۍ کې يو څلور کلن ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شوی دی.
د ننګرهار ولايت يوه روغتايي سرچينه د نامعلوم دليل لپاره چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ويلي، چې د دغه ماشوم ناروغي په يوه پاکستاني لابراتوار کې تشخيص شوې ده.
دا په داسې حال کې په ننګرهار کې د پوليو ناروغۍ د ثبت خبر ورکول کېږي، چې تېر کال هم په کونړ او پکتيا کې د پوليو دوې مثبتې پېښې ثبت شوې وې،چې دا شمېره په افغانستان کې تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دي.
د پوليو دا پېښې په داسې حال کې په افغانستان کې ثبت شوې وې، چې د جګړو له امله په ځينو ولايتونو کې د پوليو واکسين نه و تطبيق شوی.
حميده وزيري
حاما خبري اژانس