خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ، او په افغانستان کې د ښځو وضعیت!

د مارچ اتمه د ښځو د انساني حقونو د لاسته راوړلو ورځ

د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ د ښځينه قربانيانو په نوم لمانځل کېږي، که د ښځو د انساني کرامت او انساني حقونو د لاسته راوړلو او مبارزې په پار!؟

کلونه کلونه کېږي، چې په ټوله نړۍ کې خلک د مارچ اتمه د ښځو نړۍوالې ورځې په نوم لمانځي. د ښځو نړۍواله ورځ له ښځو سره د استبداد، ظلم او تعبيض پر خلاف د ښځو د سياسي او ټولنيزې مبارزې تاريخي ورځ ده. مخکې تر دې چې دا ورځ د نړۍ په تاريخ کې ثبت شي او د ښځو د ورځې په مناسبت ولمانځل شي, ښځې په نړۍ کې له ډېر بد واضعيت سره مخ وې. دوی له خپلو بشري او انساني حقونو څخه محرومې وې. دوی د خپلو همدې حقونو د تر لاسه کولو لپاره مبارزې وکړې، چې ډېرې ښځې پکې قرباني شوې.
د ښځو دغه مبارزه پر ۱۸۵۷ز کال د نيويارک له ښار څخه پيل شوه. پر ۱۸۵۷ز کال د نيويارک ښار د نساجي فابريکې ښځو د خپلو انساني حقونو د لاسته راوړلو لپاره لاريونونه وکړل او د ښځو پر وړاندې د ظلم پر خلاف يې مبارزې پيل کړې. په دې فابريکه کې به پر ښځو ډېر سخت کارونه کېدل، کاري ساعتونه یې ډېر او ناڅرګند وو، د ښځو د زېږون پر مهال دوی ته رخصتيانې نه ورکول کېدې او معاشونه یې هم کم وو.
که څه هم د دې ښځو د مبارزو په نتيجه کې يو لړ حقونه ورکړل شول, خو لا هم ډېری داسې حقونه و چې دوی ترې بې برخې وو. له همدې امله يو ځل بيا په ۱۹۰۸ز کال کې د نيويارک ښار د کتان نساجي فابريکې ښځو د انساني او بشري حقونو په پار لاس پر لاريون پورې کړ.
د دې لپاره چې په نړۍ کې د ښځو د حق غږ پورته نه شي او دوی د تل لپاره د ظلم لاندې اوسي؛ د فابريکو مالکينو له لوري دا لاریون کوونکې ښځې په فابريکه کې وسوځول شوې، چې ۱۳۰ ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
کله چې د امریکا او اروپا په مختلفو هېوادونو کې ښځو د زورزياتي پر وړاندې کاري اعتصابونه او مبارزې پيل کړې، د دې ښځو له ډلو څخه يوه هم الماني مېرمن کلارازتکين وه، چې د ۱۸۵۷_۱۹۳۲ز تر منځ یې په المان کې د ښځو لپاره په ورځ کې اته کاري ساعتونه، د زېږون په ورځو کې ځانګړې رخصتي او له قانون سره یې سم ټول انساني حقونه وغوښتل، چې له همدې امله په اروپا کې د مارچ اتمه د ښځو پر وړاندې د زورزياتي پر ضد د مبارزې په نوم و نومول شوه.
د ښځو نړۍواله ورځ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو ډولونو سره لمانځل کېږي.
_ د روسیې په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د مارچ اتمه د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ملي رخصتي اعلانوي.
_ په چين کې د دولتي شورا له لارښونو سره سم د مارچ اتمې په مناسبت نيمه ورځ رخصتي اعلانوي.
_ په ایټالیا کې د ميمون غوټيو په ورکړو سره لمانځل کېږي.
_ په امريکا کې د مارچ مياشت د ښځو مياشت ده؛ چې په ولسمشرۍ اعلاميه کې د امریکا د ښځو لاسته راوړنې ستايل کېږي.
په دې هېوادونو کې حتا د ښځو نړۍواله ورځ د لمانځلو لپاره ځانګړي رنګونه لري، چې هر يو رنګ یې د مېړانې نښه ده.
دا رنګونه سپين، زرغون او ارغوني دي. ويل کېږي چې دغه رنګونه په ۱۹۰۸ز کال په بريټانيا کې د ښځو له اجتماعي او سياسي ټولنو سرچينه اخلي.
چې سپين رنګ یې د خلوص، ارغوني رنګ یې د عدالت او وياړ او زرغون رنګ یې د هيلې نښه ده.

لکه څنګه چې د مارچ اتمه په نوره نړۍ کې لمانځل کېږي، په افغانستان کې هم د ښځو نړۍواله ورځ هر کال په تود هر کلي سره لمانځل کېږي. له تېرو شلو کلونو راهسې په افغانستان کې دا ورځ په ښه توکه لمانځل کېږي، چې د دولت يا ځينو سازمانونو له لوري ورته ځانګړې پروګرامونه جوړېږي او د هېواد مخکښې ښځې ستايل کېږي. د حقونو لپاره ېې غږ پورته کېږي. خو له دې ټولو هڅو سره بيا هم په لرې پرتو سيمو کې ښځې حتا دا ورځ پېژني هم نه.
په وروسته پاتې تولنو کې په خاصه توګه زموږ په هیواد افغانستان کې ښځې له ډېرو ناوړو پدیدو، ناخوالو او دودونو سره لاس او ګریوان دي، چې له خپلو انساني، مدني او اسلامي حقونو نه محرومې پاتې شوې دې.
همدا اوس هم د هېواد په مختلفو برخو کې د ښځو نه د یوې وسیلې په توګه استفاده کېږې او د ټولنې د ناوړه دودونو، بدل، ولور, د پور په مقابل کې ورکول، په کوچنیوالې کې د چا په نوم کول, په بدو کې مقابل لوري ته سپارل او په لسګونو نور همداسې تبعیضونو او ناخوالو سره مخ دي. په دې اساس په افغانستان کې دا ورځ د هغو ښځو لپاره چې اوس هم د سياسي او ټولنيزو بدلونونو ښکار کېږي هېڅ ارزښت نه لري.

خو اسلام د بشپړ بشري نظام په توګه د انسانانو تر منځ هر راز توپیر ناسم ګڼي. اسلام خپل امتیان له ښځو سره سم چلند ته ور بولي او په قران کې بیا بیا امر شوی چې له ښځو سره سم چلند وشي، بېلګې د قران کریم په لاندې ایتونو کې لوستلی شئ:
1- {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ} سورةالنساة: ۹
له ښځو سره مو ښه چلند وکړئ.
2- {وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ} سورةالبقرة: 228
کوم حقونو چې سړی لري، همغه حقونه ښځه هم لري.
3- {وَاسْتَوْصُوا بِالنِّسَاءِ خَيْرًا} رواه البخاري.
يوبل ته د ښځو په اړه نیکې سپارښتنې وکړئ.
4- {النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ} رواه ابوداود.
ښځې هم د سړيانو په څېر دي.
5- {رفِقاً بِالقوارير} رواه الالباني.
له ښځو سره مو نرمي غوره کړئ.
6- {خَيرُكُمْ خَيرُكُمْ لأهْلِه} رواه صححه الالباني.
له تاسو څخه غوره هغه کس دی، چې له خپلې کورنۍ سره نيکي وکړي.

سره له دې چې په پر مختللو هيوادونو کې د مارچ اتمه په تود هر کلي سره لمانځل کېږي، خو د خواشینۍ خبره دا ده، هغه کسان چې خپل ځانونه په نړۍ کې د ښځو د حقونو پالونکي او مدافعین ګڼي، د مېرمنو حقوق یې بيا په خپله هم تر پښو لاندې کړی.

ليکواله: حميده وزيري

Input your search keywords and press Enter.