خبر دقیق، متوازن و بی‌طرف را از خبرگزاری حاما دنبال کنید

علم د ژوند د هيلو رڼا ده

په تورتمنو کې د رڼا په لټه له زده کړو بې برخې شوې نجونو د ښځو د مطالعې لپاره نن د یوه کتابتون افتتاح وکړه.

نن د پلازمینې کابل په پنځمه ناحیه کې د څلورو نجونو لخوا د ابي اسمان په نامه د ښځو لپاره په خپل کور کې د یوه کتابتون پرانیسته وکړه.

د ابي اسمان کتابتون نوښتګرې نجونې وايي، له دې کتابتون یې موخه دا ده، چې له هغو مېرمنو او نجونو څخه چې په کور ناستې دي کلک ملاتړ وکړي، تر څو دوی له دې ناهيلۍ څخه را بهر کړي.

د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل د دې لامل شول، چې په کور دننه د هېواد لوڼې د علم او پوهې لار نوره هم پراخه کړي.
د دې کتابتون بنسټګره هما محمدي چې د طب پوهنځي د درېيم کال محصله ده وايي:«کله چې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري، مکتوب راغی او د ناڅرګند وخت لپاره پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړل شول، دا دې لامل شو چې موږ يو کتابتون پرانيسو، تر څو وکولای شو له نجونو سره مرسته وکړو.»

له یاد کتابتون څخه موخه د افغان مېرمنو او نجونو هڅول دي، تر څو وکولای شي له دې کتابتون څخه خپل استعداد ته وده ورکړي او د کتاب د مطالعې پر زور مبارزه وکړي.

د ابي اسمان په نامه د یاد کتابتون چې شعار یې له کتاب سره دوستي وه، یوې بلې بنسټګرې سویتا شېرزاد زیاته کړه، هغه ښځې چې د ناهيلۍ په وروستي حد کې دي، د دې کتابتون له طريقه به ورته داسې فعاليتونه ولرو، چې له دوی څخه ملاتړ وکړي.
دغه راز دوی زياتوي چې په ياد کتابتون کې په مختلفو برخو کې له دونیم‌سوه څخه ډېر کتابونه شتون لري.

ندا نېکپی، چې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي څخه فارغه شوې او د ابي اسمان کتابتون له بنسټګرو څخه ده زیاتوي: « موږ غواړو له هغو ښځو سره، چې په کور دننه بنديانې دي او نه شي کولای خپل حق تر لاسه کړي، مرسته وکړو، تر څو له دې ناهيلۍ څخه را ووځي، موږ کولای شو چې دا ننګونې په فرصتونو واړو.»
نوموړې زياته کړه چې دوی به د ابي اسمان د کتابتون له لوري، د هغو نجونو او ښځو کورنو ته کتابونه وروړي، چې نه شي کولای په دې شرايط کې له کورونو څخه را بهر شي.

د یاد کتابتون پرانیستي ته د پلازمینې کابل له متختلفو سیمو یو شمېر ښځو او نجونو ګډون کړی و او د ابي اسمان کتابتون افتتاح یې د ښځو او نجونو د زده کړو او مطالعې لپاره نیک اقدام یاد کړ او زياته یې کړه، چې حکومت دې د ښځو حق چې زده‌کړې او کار دی بېرته ورکړي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې څه دپاسه ۵۰۰ ورځې پوره کیږي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې، په خارجي او داخلي موسسو کې ورباندې د کار بنديز لګول شوی دی. دا بندیز د دې لامل شوی چې وخت پروخت د هېواد په یو شمېر سیمو کې په خپله د ښځو لخوا، نورو ښځو او نجونو ته د زده‌کړو لپاره په خپل کور کې، دا ډول کتابتونونه جوړېږي.

حميده وزيري
حاما خبري اژانس

Input your search keywords and press Enter.